د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلېسن کابل ته خپل درې ورځنی سفر پای ته رسولی دی. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ د خبرپاڼې له مخې، فریلېسن د دغه سفر پر مهال د ا.ا له چارواکو، ډیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان له استازو او د مدني ټولنې له فعالانو سره کتلي دي. د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو پر بیا پیل، د تاوتریخوالي پر کمولو او د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی. فریلېسن دغه راز له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د ملاتړ پر برابرولو او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره د پروژو پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.








