د ا.ا رهبر شیخ هبتالله اخندزاده د کندهار په یوه جهادي مدرسه کې د دیني علومو پر زدهکړې، د نیت پر اصلاح، ښو اخلاقو او استادانو ته پر درناوي ټینګار کړی دی. د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دیني علومو د زدهکړې موخه باید د دین پېژندل، پر لارښوونو یې عمل کول او نورو ته د پوهې لېږدول وي، نه د مقام او دنیوي ګټو ترلاسه کول. نوموړي همداراز پر زدهکړو د دوام، په علمي او فقهي غونډو کې د ګډون، د مدرسې د اصولو د مراعاتولو او د استادانو پر وړاندې د عاجزۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.








