د امريکا او پاکستان پوځي مشرانو د افغانستان په وروستیو حالاتو خبرې کړې دي. د امريکا دفاع وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دفاع وزیر لویډ اسټین سره ولیدل. سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر سياسي او پوځي اړيکو او د سیمې پر وروستیو حالاتو خبرې شوې دي. بلخوا د پاکستان د پوځ دعامه اړیکو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال باجوه د امريکا د دفاع وزير لوېډ استين، د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان او د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې وياندي شرمین سره جلا جلا لیدنې کتنې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز په دې ناستو کې دافغانستان پر وروستيو حالاتو هم خبرې وشوې او دواړو هېوادونو پر ګڼ شمېر مسایلو همغږي درلودله. د پاکستان د پوځ مشر ویلي، له امریکا سره یې په ګډه پر دې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي او په سیمه کې د ثبات لپاره باید په ګډه کار وشي. د پاکستان پوځ په داسې حال کې امریکا ته سفر کړی چې د سي ان ان ټلويزيون څو ورځې مخکې خبر ورکړی چې پاکستان له خپلې فضا او هوايي ډګرونه دامریکا بې پیلوټه الوتکو ته ګټې اخیستلو ته چمتووالی ښودلی دی.