د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد یې د دفاعي صنعت په برخه کې «بشپړ انقلاب» رامنځته کوي او هڅه کوي په دې برخه کې خپلې لاسته راوړنې لا پراخې کړي. اناتولي خبري اژانس د اردوغان له قوله ویلي، ترکیه به د دفاعي صنعت په برخه کې خپلو بریاوو ته دوام ورکړي او که د خپلو ملګرو هېوادونو له لوري غوښتنه وشي، د هغوی دفاعي اړتیاوې به هم پوره کړي. اردوغان زیاته کړې چې د ملګرو هېوادونو پیاوړتیا د ترکیې له پیاوړتیا سره تړاو لري او هېواد یې غواړي د نوو ریکارډونو په ثبتولو او د پرمختللو دفاعي وسایلو او تجهیزاتو په پراختیا سره خپل ځایګی لا پیاوړی کړي.








