د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي، په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ د کمولو لپاره یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې دوامدارو اقتصادي او معیشتي لارو چارو ته هم اړتیا ده. نوموړي ټینګار کړی چې بشري مرستې باید له لنډمهاله ملاتړ څخه داسې پروګرامونو ته واړول شي چې کورنیو ته د کار، عاید او اقتصادي ځانبسیاینې زمینه برابره کړي. د حبیب په وینا، د دغو پروګرامونو پلي کېدل به د کورنیو د بېړنیو مرستو پر دوامداره اړتیا تکیه کمه کړي.








