د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد، پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي دي. خلیلزاد ویلي، د ملکي وګړو پر وړاندې دغه ډول بریدونه باید ودرول شي. نوموړي زیاته کړې، لکه د تېر په څېر، د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندي.








