په دوحه کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین په قطر کې د قرغېزستان له سفیر ایبیک توقتوبولوتوف سره کتلي دي. د قطر لپاره د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. دواړو سفیرانو همداراز د هغو سترو ګډو پروژو په برخه کې د همکاریو پر چمتووالي او ژمنتیا ټینګار کړی، چې افغانستان د سیمهییز اتصال پر یوه مهم مرکز بدلوي.








