په اسلاماباد کې د «د افغانستان ستونزه او سولې ته د رسېدو لارې» تر سرلیک لاندې غونډه د ګاونډیو هېوادونو د یو شمېر استازو په ګډون جوړه شوې ده. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په آنلاین ډول ګډون کړی او ویلي یې دي، چې روسیه غواړي افغانستان یو سولهییز هېواد وي او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په همغږۍ کې ژوند وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې روسیه د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې ټولې هڅې کوي، څو افغانستان په ځانګړي ډول له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي.








