د نیمروز د معیار او کیفیت امریت مسوولینو خبر ورکړی، چې له معیاري ارزونې وروسته یې د ۴۱ ټنه او ۶۳۰ کیلوګرامه بېکیفیته سولرو د واردولو مخه نیولې او دغه توکي یې بېرته مسترد کړي دي. د نیمروز د معیار او کیفیت امر قاري احمدشاه مبارز وايي، یاد سولر په دوو ترانزیټي موټرو کې بار وو چې د ارزونې وروسته د معیارونو له نه پوره کولو له امله بېرته وګرځول شول. نوموړي ویلي، مسوولین د بېکیفیته او تاریخ تېرو توکو د واردولو د مخنیوي په برخه کې جدي دي او د داسې توکو د واردولو اجازه به ورنه کړي.








