د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې د تېرې شپې د پاکستاني پوځي رژیم هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې په دغو بریدونو کې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي دي. مجاهد دغه بریدونه «ښکاره تېری» بللی او ویلي یې دي، چې ا.ا به په دې اړه قاطع دریځ ونیسي او دغو بریدونو ته به ځواب ورکړي. هغه د پاکستان دا ادعا هم رد کړې، چې ګواکې بېپیلوټه الوتکې له افغانستان څخه تېرې شوې دي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه ډول اقدامات ناوړه پایلې لرلای شي.








