د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرتالله جمال په کابل کې د قطر له سفیر ډاکټر علي مردف القاشوطي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندویي همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه اړیکو پر لا پراختیا ټینګار شوی او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د قطر د همکاریو او ملاتړ قدرداني شوې ده. دواړو لورو افغانستان ته د قطري سیلانیانو د جذب، د هېواد د طبیعي او تاریخي جاذبو د معرفي کولو، د قطري پانګهوالو لپاره د پانګونې د زمینې برابرولو او د ګرځندویي همکاریو لپاره د رسمي چوکاټ پر جوړولو هم خبرې کړې دي.








