د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د افغانستان د حاکمیت نقض بللی دی. ښاغلي کرزي د پاکستان اوسنۍ امنیتي ستونزې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ناسمو سیاستونو پایله بللې او له پاکستانه یې غوښتي چې پر خپلو پالیسیو بیاکتنه وکړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او ښو اړیکو لار خپله کړي. نوموړي د بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.





