د کاپيسا په الهسای ولسوالۍ کې د جلغوزیو دویم فیسټیوال جوړ شوی. د دغه فیسټیوال موخه د دې محصول د اقتصادي ظرفیتونو معرفي کول او د بڼوالو او کروندګرو ملاتړ ښودل شوی. په یاد نندارتون کې تر ډېره د اقتصادي فرصتونو او سیمه ییزو کلتوري ارزښتونو پر اهمیت ټینګار شوی. د کاپیسا د کرنې ریاست د چارواکو د شمېرو پر بنسټ د غرونو په لمنو کې ۱۱زره هکټاره ځمکه اوسمهال د جلغوزیو تر کښت لاندې ده او د دوی په وینا هرکال د دغه محصول د ودې او احیا لپاره تخمونه وېشل کېږي. ځنګللرونکي بیا د معیاري بازار نشتوالی، د پروسس او بستهبندۍ کم امکانات او د ژمي لپاره د سون توکو په موخه د ونو پرېکول د جلغوزو د ځنګلونو پر وړاندې له مهمو ننګونو بولي.





