د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د پاکستان پوځي کړیو په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو د پټولو او د خلکو د پام اړولو په موخه یو ځل بیا پر افغانستان بریدونه کړي دي. مجاهد زیاته کړې، د پاکستان پوځ تېره شپه په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي سیمو بمبار کړی، چې په وینا یې، له امله یې درې کسان شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي. هغه ټینګار کړی چې افغانستان به د دغو بریدونو مناسب ځواب ورکړي.








