د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري په کندوز کې د «ختیځ لمر» د اوسپنې ویلې کولو کارخونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. برادر د دغې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، ا.ا هڅه کوي چې په ټول هېواد کې بنسټیزې پروژې پلې او هېوادوالو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړې، د صنعتي کارخونو فعالیت د هېواد د اقتصادي ودې او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره مهم دی.





