د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز جان ډانیل کاین د سپتمبر په ۱۶مه په مریلند ایالت کې ویلي، د امریکا ځواکونه باید نه یوازې د ځمکې په مدار کې د احتمالي جګړې، بلکې د سپوږمۍ شاوخوا د فضايي جګړې لپاره هم چمتووالی ونیسي. د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې، کاین ټینګار کړی چې د امریکا پوځ باید داسې وړتیاوې رامنځته کړي چې د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ په فضا کې د احتمالي جګړې پر مهال عملیات ترسره، مقاومت او بریا ترلاسه کړای شي. د کاین څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې امریکا په فضا کې د پوځي وړتیاوو او د وسلو د ځای پر ځای کولو په اړه خپل پلانونه پراخوي.








