د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د مولوي احمدجان بلال په مشرۍ یو افغان پلاوی ایران ته سفر وکړي، څو له ایراني چارواکو سره د نفتي توکو د قراردادونو او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي. د دغه ریاست ویاند محمدنبي بهار ویلي، افغان پلاوی به د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې هم لیدنې ولري. نوموړي د پلاوي د سفر کره نېټه او د احتمالي قراردادونو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.








