د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمدجان بلال په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پراختیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د نفتو، برېښنا، سرې تولید، اصلاح شوو تخمونو او چرګانو روزنې په برخو کې د ګډې همکارۍ پر زیاتولو ټینګار شوی دی. د ایران سفیر ویلي، هېواد یې له امارتي شرکتونو سره په بېلابېلو برخو کې ګډو همکاریو ته لېوالتیا لري. ټاکل شوې مولوي احمدجان بلال هم په نږدې راتلونکي کې ایران ته سفر وکړي او له ایراني چارواکو سره د نفتي توکو د قراردادونو او سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي.








