د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، په تېرو پنځو کلونو کې د غلغلې، ککرک، ضحاک او ششپل کاروانسرای په تاریخي سیمو کې د تاریخي ابدو د بیارغونې او ساتنې ۱۲ پروژې پلې شوې دي. د دغه ریاست د فرهنګ او هنر امر، ضیا محمد هاشمي وایي، یادې پروژې د یونسکو او فیروزکوه بنسټ په همکارۍ په هغو سیمو کې عملي شوې چې د ویجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ وې. د نوموړي په خبره، د تاریخي سیمو ویجاړې شوې برخې رغول شوې، د موټرو تمځایونه او د ساتونکو لپاره د اوسېدو ځایونه هم جوړ شوي دي. د بامیان د بودا مجسمو پاتې شوني، د غلغلې او ضحاک لرغوني ښارونه د دغه ولایت له مهمو تاریخي سیمو څخه دي چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ور اړوي.








