د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، امریکا له جګړې او بندیزونو له لارې خپلو موخو ته له رسېدو وروسته پاتې راتلو په غبرګون کې پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي. عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، امریکا له ۴۷ کلونو بندیزونو وروسته د اسرائیل په استازیتوب له ایران سره جګړه پیل کړه، چې د نوموړي په وینا، پایلې یې د امریکا لپاره «ناورینزېږونکې» وې. نوموړي زیاته کړې، واشنګټن اوس د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره نوې لارې غوره کړې او پر ایران یې نور بندیزونه هم لګولي دي.








