چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 9, 2026
2 0
0
کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو
4
SHARES
14
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل کې د «چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل» تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو، په دې سمینار کې د دولتي چارواکو ترڅنګ د پوهنتون استادانو، محصلینو او یو شمېر ځوانانو ګډون کړی و. دغه سمینار د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې له لوري جوړ شوی و او ګډونوالو ته پکې د چین د پرمختګ په اړه څلور مستند فلمونه وړاندې شول

. په دغو مستندو فلمونو کې د صحراوو د مدیریت، ښوونې او روزنې، کرنې او لمریزې برېښنا په برخو کې د چین تجربې او لاسته راوړنې و ښودل شوې. د چین میډیا ګروپ د سي‌جي‌ټي‌اېن پښتو څانګې افغان خبریال، احسان‌الله کریمي، وویل چې د دغو فلمونو له لارې هڅه شوې د چین د پرمختګ تجربې له افغانانو سره شریکې شي، څو افغانستان ترې په بېلابېلو برخو کې ګټه واخلي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، ډاکتر عبداللطیف نظري، د خپلې وینا پرمهال وویل چې افغانستان کولای شي د چین له تجربو استفاده وکړي او له دغه هېواد سره د همکاریو پراختیا د اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې لپاره مهمه ده. د اوبو او انرژۍ وزارت پخواني سلاکار، ډاکتر فاروق اعظم، هم د افغانستان او چین اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو پراختیا کولای شي، د افغانستان د پرمختګ لپاره نوې زمینه برابره کړي.

 د سمینار ګډونوالو هم د چین د پرمختګ تجربې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان کولای شي د نورو هېوادونو له بریالیو تجربو په ګټې اخیستنې او ګډو هڅو سره د پرمختګ پر لور ګامونه واخلي. د چین میډیا ګروپ پښتو څانګه وايي، تر دې وړاندې یې هم د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو کې مستند فلمونه، کتابونه او معلوماتي پروګرامونه چمتو کړي، څو د چین او نړۍ تجربې له افغانانو سره په خپله ژبه شریکې کړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي
وروستی خبرونه

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026
مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي
وروستی خبرونه

مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

سپتمبر 9, 2026
یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې
وروستی خبرونه

یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

سپتمبر 9, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist