ملګري ملتونه وايي، په اوسنیو شرایطو کې پر افغان ولس د مرستو او ملاتړ تمرکز کوي او له خپلو شریکانو سره په ګډه په ټول افغانستان کې بشري مرستو او د ژوند ژغورونکو خدمتونو ته دوام ورکوي. د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان له پراخ بشري ناورین سره مخ دی او میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. ملګري ملتونه او شریکان یې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د اساسي خدمتونو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. دغه سازمان یو ځل بیا د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د حقونو پر رعایت ټینګار کړی دی.








