د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا ښايي ډېر ژر د ایران پر «کوه کلنګ» برید وکړي؛ دغه سیمه د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې د ځمکې لاندې تونلونو مجموعه ده. ټرمپ ادعا کړې، امریکا د کوه کلنګ په اړه پراخ استخباراتي معلومات لري او په دې سیمه کې د هر ډول فعالیت څارنه کوي. نوموړي خبرداری ورکړی، که ایران کوم ناسم اقدام وکړي، امریکا به دغه هېواد په «ډېر شدت» سره په نښه کړي. ټرمپ همداراز ویلي، له ایران سره روانه شخړه د امریکا لپاره «لویه مسئله نه ده» او ادعا یې کړې چې واشنګټن ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو منع کړی دی.








