د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړونکې زلزلې یو کال وروسته هم ځینې زلزلهځپلې کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي. اوچا ویلي، دغه کورنۍ خوندي سرپناه، پاکو اوبو، خوړو، اړینو وسایلو او د خپل ژوند د بېرته رغولو لپاره ملاتړ ته اړتیا لري. د دغه بنسټ په وینا، د افغانستان په ختیځ کې وروستیو زلزلو څه باندې ۲۲۱ زره کسان اغېزمن کړي او لا هم مرستو ته اړتیا لري. اوچا په داسې حال کې د زیانمنو کورنیو د اړتیاوو په اړه اندېښنه ښودلې چې د طبیعي پېښو له اغېزمنو سره د مرستو لپاره د بودیجې له کمښت څخه هم خبر ورکوي.








