د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي، په ختیځ افغانستان کې یې د ویجاړونکې زلزلې له امله له څه باندې ۹۰ زرو کسانو سره مرسته کړې، خو لا هم ګڼې زلزلهځپلې کورنۍ ملاتړ ته اړتیا لري. دغه سازمان ویلي، د زلزلې یو کال وروسته هم په ختیځ افغانستان کې د زیانمنو کورنیو لپاره د خوړو ناامني یوه جدي ورځنۍ ستونزه ده. ډبلیو ایف پي زیاتوي، د زلزلهځپلو کورنیو د ژوند د بېرته رغولو او بیارغونې هڅې روانې دي، خو ډېری کورنۍ لا هم د خوړو او نورو لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.








