د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال عنایتالله شجاع بدخشان ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له سیمهییزو او امنیتي مسوولینو سره د سرحدي سیمو د وضعیت او د خلکو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، شجاع د اشکاشم ولسوالۍ له مسوولینو او سرحدي ځواکونو سره هم کتلي او د سرحدي چارو د ښه تنظیم او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.








