د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو مشران به د سپټمبر په لومړۍ نېټه په بشکیک کې غونډه وکړي چې د افغانستان وضعیت به هم د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وي. د دغه سازمان د دارالانشاء د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان په تړاو د ترهګرۍ، د نشهیي توکو د قاچاق او له سرحدونو سره د تړلو امنیتي اندېښنو په اړه بحث وشي. افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان د څارونکي غړي په توګه د دې سازمان په فعالیتونو کې حضور لري.








