د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د صادراتو د زیاتوالي لپاره په هېواد کې د هوايي بار وړلو د ځینو خدمتونو لګښتونه کم کړي دي. د یاد وزارت په وینا، د هوايي امنیت لګښت په هر ټن کې له ۱۰۰ څخه ۱۰ او د ځمکنیو خدمتونو لګښت له ۹۶ څخه ۴۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی. د منظمو ځانګړو بار وړونکو الوتنو لپاره ۲۵ سلنه او د نامنظمو الوتنو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف هم ټاکل شوی دی. ټرانسپورټ وزارت وايي، د درېیمو هېوادونو له لارې د صادراتي توکو د لېږد زمینه هم برابره شوې او په کابل هوايي ډګر کې د صادراتي زون د جوړولو چارې روانې دي.








