د چارو اداره وايي، په تېرو پنځو کلونو کې یې د هېواد په کچه ۶۰۰ شرکتونو ته په صنعتي ښارګوټو کې د فابریکو جوړولو لپاره ځمکې وېشلې دي. د دغې ادارې په وینا، په همدې موده کې ۱۴ زره او ۷۶ ملکي بستونه او ۱۶ زره او ۴۸۳ ښوونیز بستونه د شفافې او وړتیا پر بنسټ د استخدام له لارې ډک شوي دي. د چارو اداره وايي، د ځنګلونو د ساتنې، د افغانستان او ایران ترمنځ د پولو د بیارغونې او د دولتي بودجې د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره یې حقوقي او تخنیکي اقدامات کړي دي. دغه راز د پکتیا د سیدکرم–ګردېز لارې په اوږدو کې د ځمکو د استملاک د ارزونې له امله د ۴۲ میلیونه افغانیو د دولتي بودجې له ضایع کېدو مخنیوی شوی دی. یادې ادارې ویلي همداراز، په تېرو پنځو کلونو کې د خلکو ۳۴۷۸ حقوقي عریضو او شکایتونو ته رسېدنه شوې او اړوند ادارو ته د حل لپاره سپارل شوي دي.








