د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وايي، د نن سهار زلزلې له امله ۱۵ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، سطحي ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، ټپیان د جلالاباد ښار، بهسود، کوز کونړ او یو شمېر نورو ولسوالیو څخه د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.








