د ا.ا ویاند، ذبیحالله مجاهد، د بحران ډلې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په وروستیو ورځو کې د هېواد په شمال کې ناامني زیاته شوې ده. مجاهد وايي، یوه کوچنۍ ستونزه رامنځته شوې وه چې په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې حل شوه. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره استفاده وکړي.








