د هند ساحلي ساتونکو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ختیځ ساحل ته څېرمه د پاناما بیرغ لرونکې «اوشن وینر» باروړونکې بېړۍ ډوبه شوې او د عملې له ۲۴ غړو څخه دوه کسان ژغورل شوي دي. د چارواکو په وینا، په بېړۍ کې ۲۰ چینايي، درې میانماري او یو بنګلهدېشي وګړي سپاره وو. د نورو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري. چارواکي وايي، بېړۍ د هند له پارادیپ بندر څخه سینګاپور ته روانه وه او شاوخوا ۲۴۰ سمندري میله له بندره لرې ډوبه شوې ده. تر اوسه د بېړۍ د ډوبېدو علت نه دی معلوم.








