د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، له امریکا سره د شخړې او جګړې د پای ته رسولو لپاره اوس مناسب وخت دی، ځکه ایران د ده په وینا د واشنګټن پر وړاندې د «قدرت او برلاسۍ» په دریځ کې دی. پزشکیان د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پایله او د اسلاماباد تفاهملیک لاسلیک کېدل «لویه لاستهراوړنه» بللې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسولو خبرې د تسلیمۍ په معنا نه دي او ایران به د هر ډول تېري پر وړاندې سخت ځواب ورکړي. د پزشکیان دا څرګندونې وروسته له هغې دي چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د ایران پر وړاندې د پراخو اقتصادي بندیزونو د لګولو خبر ورکړی دی.








