د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني وايي، محصلان د افغانستان ستره پانګه او د هېواد د ځانبسیاینې مهم ځواک دی. نوموړي په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون د نږدې درې زره محصلانو په غونډه کې له هغوی وغوښتل چې پر زدهکړو، څېړنې او علمي پرمختګ تمرکز وکړي. حقاني ټینګار کړی چې محصلان به په راتلونکي کې د هېواد په پوځي، صنعتي، سوداګریزو او اقتصادي برخو کې مهم رول ولوبوي. د کورنیو چارو وزیر همداراز له محصلانو غوښتي چې سیاست له ښوونیزو او علمي بنسټونو لرې وساتي.








