د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، افغانستان له اسلامي، عربي، ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره ښې او د پام وړ اړیکې لري او له لوېدیځو هېوادونو سره هم د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا غواړي. مجاهد له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل پخواني سیاستونه بدل او د اړیکو د پراختیا لپاره مثبت ګامونه پورته کړي. هغه ټینګار کړی چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ ښې او د باور وړ اړیکې غواړي. د منځني ختیځ د پالیسۍ لپاره د واشنګټن انسټیټیوټ د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې ا.ا د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې د ۱۴۰۵ کال د زمري تر ۲۴مې په ټولیز ډول له ۱۰۳ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو سره ۳ زره او ۶۵۱ ډیپلوماټیک تعاملات لرلي دي.








