د ننګرهار په سپینغر او اچین ولسوالیو کې پر شپږو کرنیزو مرکزونو د ۶.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۹ ډوله کرنیز ماشینونه او وسایل ووېشل شول. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه وسایل د اروپايي ټولنې او سویس په مالي ملاتړ او د ډنمارک د کډوالو شورا په تخنیکي همکارۍ برابر شوي دي. د یاد وزارت په وینا، په ورکړل شوو وسایلو کې بېلابېل کرنیز ماشینونه شامل دي چې د سپینغر او اچین ولسوالیو په شپږو کرنیزو مرکزونو کې به ترې استفاده وشي او د کرنیزو فعالیتونو په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.








