د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د زمري ۲۸مې د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، چې په سیمه کې ځینې لوري د بېثباتۍ او بېباورۍ د رامنځته کولو هڅې کوي؛ خو د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو امنیت له یو بل سره تړلی دی. نوموړي وویل، هغه هېوادونو چې له ا.ا سره یې مثبت تعامل کړی، په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې یې ګټه کړې؛ خو کومو هېوادونو چې مثبت تعامل یې نه دی کړی، له زیان سره مخ شوي دي. متقي زیاته کړې، د سیمې هېوادونه اوس په دې پوه شوي چې افغانستان به هېچا ته اجازه ورنه کړي څو په سیمه کې د بهرنیو هېوادونو اجنډاوې عملي کړي. د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، که څه هم ځینو هېوادونو د افغانستان پر وړاندې خپلې دروازې تړلې دي، خو افغانستان د اقتصادي محاصرې پر ځای په دې برخه کې د تېر په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د محدودیتونو او ستونزو سربېره توانېدلی چې اقتصادي پرمختګ وکړي او د ځانبساینې پر لور مهم ګامونه واخلي.








