د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ دګډې خونې له رئیس جف ګریکو سره کتلي دي. د افغانستان بانک د مالوماتو له مخې، په دې کتنه کې د سوداګریزو بانکونو د بانکي اړیکو پراختیا، د سوداګرۍ پیاوړتیا، د پانګونې فرصتونو زیاتوالی او د بانکي سکټور د لا ثبات په اړه خبرې شوې دي. صدیق الله خالد ویلي، افغانستان بانک د باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ د خصوصي سکټور ملاتړ او د سوداګرۍ د ودې لپاره له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو پراختیا ته ژمن دی.








