د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یوه پلاوي ایران ته سفر کړی او د یاد هېواد له مسوولینو سره یې د زیربنايي او اورګاډي پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د هرات – مزارشریف اورګاډي پټلۍ د ۶۵۷ کیلومتره اوږدې پروژې د تخنیکي مشخصاتو، پړاوونو، مالي جوړښت، لګښتونو او د افغاني او ایراني شرکتونو د ګډون په څرنګوالي بحث شوی دی. دواړو لورو د ترانسپورټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د ګډو پروژو د پرمختګ او تخنیکي همغږۍ لپاره به راتلونکې کې هم تخنیکي ناستې دوام ولري.








