د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي، چې تړلې لارې او ترانزیټي محدودیتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد بهیر اوږد او پېچلی کړی دی. د یاد سازمان د مالوماتو له مخې، د ۴۰۰ ټنو غنيشویو بیسکوټونو یوه جوپه له ۹ هېوادونو تر تېرېدو وروسته افغانستان ته رسېدلې ده. راپور زیاتوي، چې په لومړي سر کې ټاکل شوې وه دغه مرسته د پاکستان له ځمکنۍ لارې افغانستان ته ولېږدول شي، خو د لارو د تړل کېدو له امله دا پلان عملي نه شو. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د بدیلو لارو کارول د مرستو د لېږد وخت او لګښت دواړه زیات کړي او د ترانزیټي خنډونو له امله افغانستان ته د بشري مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.








