د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه تېره ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.د اقتصادي مرستیالۍ د مطبوعاتي دفتر د مالوماتو له مخې، غونډې ته د اجنډا له مخې ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له بحث او ارزونې وروسته د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې شوې او په ۷ نورو پروژو کې یو لړ تعدیلونه راغلل. په خبرپاڼه کې راغلي، د څلورو پروژو په تړاو ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې، څو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره خبرې وکړي او خپل راپور د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. همدارنګه د درېیو پروژو د تدارکاتي پروسې د بیا ارزونې لپاره هم ځانګړو کمېټو ته دندې سپارل شوې دي، ترڅو خپلې پایلې د کمېسیون له مشرتابه سره شریکې کړي.








