د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د حیرتان ـ مزارشریف د اورګاډي کرښې پنځمه برخه بېرته پرانستل شوه. چارواکي وایي، د دغې برخې په فعالېدو سره به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد بهیر چټک، د ترانزیټ اسانتیاوې پراخې او د هېواد اقتصادي فعالیتونه به لا پیاوړي شي. د حیرتان ـ مزارشریف د اورګاډي کرښه د افغانستان له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستان سره نښلوي.








