د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د نوي ټاکل شوي مشر، جوهانیز بروور سره کتلي او د نوموړي باورلیک نسخه یې ترلاسه کړې ده. متقي د افغانستان او سره صلیب نړۍوالې کمېټې اړیکې تاریخي بللياو جوهانیز بروور ته یې په افغانستان کې د نوي ماموریت د ښه پرمخ وړلو په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی. د یاد وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، جوهانیز بروور ژمنه کړې چې د خپلې کاري دورې پر مهال به له اړوندو امارتي ادارو سره په همغږۍ د بشري خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.








