د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په روانه اونۍ کې ۵۶۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، له خوشې کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارې هیواد ته را ستانه شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو نهلرلو له امله د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، چې تر ثبت او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې ډلې ۴۸۱ کسان د تورخم له لارې او ۸۰ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات لا هم روان دي، او بېرته ستنېدونکي کډوال له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږي.








