د پاکستان جګ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد د پورونو کچه د پخوانیو ریکارډونو په ماتولو سره تر ټولو لوړې اندازې ته رسېدلې ده. په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې پورې د پاکستان ټول پورونه ۹۷ زره او ۳۰۷ مېلیارده پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلي، چې له دې ډلې ۵۷ زره او ۵۶۶ مېلیارده کورني او له ۳۵ زره مېلیارده زیات بهرني پورونه دي. راپور زیاتوي، چې د تېر کال په همدې موده کې د پاکستان د پورونو کچه ۸۹ زره او ۷۷۴ مېلیارده روپۍ وه، چې ۵۱ زره او ۵۱۸ مېلیارده یې کورني او ۳۳ زره او ۱۳۷ مېلیارده یې بهرني پورونه وو. د دغو شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې پر پاکستان د پورونو اندازه له ۷ زره او ۵۳۳ مېلیارده روپیو زیاته شوې ده.








