د سمنګان ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۷ پراختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د پروګرامونو د تطبیق امر مولوي عبدالرحیم قاسم ویلي، دغه پروژې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د حضرت سلطان ولسوالۍ په عليخېل، سنګرخېل، غزنيګګ، قرچهبلاغ، اسیاباد، گاودرې او اوملي کلیو کې پلې شوې دي. د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د ۱۰ کیلومتره سړک جوړول او ترمیم، د درېیو سیلاببرونو او یوه پلچک جوړول، د څښاک پاکو اوبو د رسولو شبکو او زېرمو رغول، د لمریز برېښنا سیسټمونو نصب، د ۲۰۸ مترو په اوږدوالي د کانال او د ۲۷ مترو په اوږدوالي د چکډیم جوړول شامل دي.








