د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې ۷۴ سلنه خلک د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ وو. د راپور له مخې سره له دې چې د افغانستان اقتصاد ۱.۹ سلنه وده کړې، خو لا هم د نفوس له چټکې ودې سره د سیالۍ لپاره خورا کمزوری پاتې دی. یاد راپور، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال د افغانستان ټولنیز او اقتصادي وضعیت ارزوي، راغلي چې جوړښتي محدودیتونه، د کار محدود فرصتونه، د سوداګرۍ مخ پر زیاتېدونکی کسر او د نړیوالو مرستو کموالی د اقتصادي ښهوالي بهیر ورو کړی دی. د راپور له مخې، کلیوالې سیمې، ښځې، بېرته راستانه شوي کډوال او وچکالۍ ځپلې سیمې د نورو په پرتله له سختو اقتصادي او بشري فشارونو سره مخ دي.








