د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال هندي شرکت ترمنځ د څه باندې ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز تړون لاسلیک شو. یاد تړون د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رئیس مولوي فیضالله تمیم او د هندي شرکت TCRC د استازي ترمنځ لاسلیک شو. د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په وینا، د دې تړون له مخې به شرکت د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړ کړي، عصري تجهیزات به نصب او موجود وسایل به ترمیم کړي.








