د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د پکتیا ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه له (هېلت نېټ ټيپياو) موسسې سره د څه باندې ۱۰ میلیونه او ۳۴۹ زره ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شوی دی. یاد تړون د یو کال لپاره لاسلیک شوی، چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول، د خدماتو لاسرسي زیاتول او د خلکو د روغتیايي ستونزو کمول دي. د مسوولینو په وینا، د دې پروژې په عملي کېدو سره به د پکتیا اوسېدونکي له بنسټیزو روغتیايي خدماتو برخمن شي او شاوخوا ۱,۵۳۸ کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.








