د سپوټنیک خبري اژانس راپور ورکړی چې یو شمېر افغان کډوال له تاجکستان څخه د قوانینو د سرغړونې له امله ایستل شوي دي. د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، یادو کسانو سره له دې چې د ژوند، کار او زدهکړو مناسب شرایط یې لرل، خو د دغه هېواد قوانین یې په جدي ډول مات کړي وو. تاجکستاني چارواکو ټینګار کړی چې له لسو زرو ډېرې افغان کورنۍ لا هم په عادي ډول په دغه هېواد کې ژوند کوي. د کډوالو د حقونو فعالان وايي، د کډوالو موضوع باید سیاسي نه شي او د جرم مسؤولیت باید فردي وګڼل شي، نه ډلهییز. بلخوا، د کډوالۍ چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې په سیمهییزو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتېدل د هغوی د راتلونکې په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.








